پاكستاني
چارواكي وايي، چې د خيبر پښتونخوا ايالت په كوهاټ سيمه كې د پوليسو پر يوه موټر د
ماين چاودنې دوه پوليس ټپيان كړي. چارواكي زياته وي، چې دغه چاودنه نن سهار پيښور
ته څيرمه د كوهاټ په سيمه كې رامنځته شوې ده. سرچينه وايي، چې په چاودنه كې دوه
پوليس ټپيان شوي او د پوليسو موټر ويجاړ شوي دي. د سرچينې په وينا، په سيمه كې د
پوليسو له خوا پلټنې پيل شوي او تر دې دمه د پيښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي. تردې
مهال ددغې پيښې مسووليت چا پر غاړه نه دي اخيستي
برچسب:
نویسنده: hamed
تاريخ: شنبه
13 مهر
1392 ساعت: 11:23